خداوندمتعال په قرآن کریم کې د خپلو پیغمبرانو او صالحو نمایندګانو په ژبې دعاګانې ذکر کړي دي چې مفسرانو په مختلفو اعتقادي بحثونوکې ورباندې استناد کړی دی . دډيرو ولولناکو دعاګانو متنونه هم د اسلام له مینه والو نقل شوي دي ، چې ډير غوره او معنوي معناګانې لري او له خداوندمتعال سره د معنوي رابطې ډير ښکلي او په زړه پورې اړخونه انځوروي .
د؛ ابو حمزه دعا ؛ یو داسې مثال دی چې د اسلام د یوه معنوي او روحاني رهبر حضرت امام زین العابدین څخه نقل شوې ده او دخداي تعالی او بنده یو ډير عاشقانه تصویر انځوروي . ددغې دعا لوستونکی ، له یوه پلوه، د انسان د کړاؤنو او اړتیاؤ بیانولو ته او له بل پلوه د لوي او مهربان خداي مهربان او توانمن ځائيګي بیانولو ته مخه کوي . ددغو دواړو اړخونو په انځورولو کې یوډول نړیوال معنوي اړخ وړاندې کوي ، چې ډير ولولناک دی .
په دغې دعا کې لولو؛ اَلحمد الله لا ارجو رَجوتُ غیَرهُ......دهغه لوي خداي ستاینه ، چې له هغه پرته بل چا ته امید نه لرم او که له هغه پرته بل چا ته مو کومه هیله درلوده ،نو ناامید ئې کولم:: َ
ددغې دعا په دغې برخې کې لوستونکی خپل خالق ته خپلې ترټولوزیاته هیله اوتر ټولو لوړې ستاینې بیانوي چې ترټولو لوړه دیني درجه حسابیږي .
ددغې دعا په لومړنیو برخو کې لولو؛ قولَکَ حَقُ وَوَعدُکهَ صِدق......ائ خدایه !ته چې ستا ګفتار حق او ستا وعده رښتوني ده ،تاسو وفرمائيل؛ چې وغواړئ له خدايه ، هغه پر تاسو مهربان دی :::::
ددغې دعا په یوې بلې برخې کې لولوو، ائ د ما سرداره!کله چې خپلې ګناهانې وینم ،وویریږم ، نو ستا لویوالی ته مې فکر کیږی،نو تردیره حده مو امید پیداکیږی او ستا ستاینه او مننه کوم .
د روژې په مبارکې او مبارکې میاشتې کې ددغه شان دعاګانو لوستل او په یوه خوله ئې زمزمه کول، د انساان د معنوي رابطې په پياوړتیا سره ، هغه د هرې ورځې د ژوند د ناکامی او ناامیدیو په وړاندې پیاوړی کوي .
حضرت امام زین العابدین علیه السلام چې سجاد هم مشهور دی ، ډير زیات فضیلتونه لري . د مثال په توګه د هغه د عبادت او له بې وځلو سره دهغه مرستو په باب ډير موردونه ذکر شوي دي .صحیفه سجادیّه او دعای ابوحمزه، د دعا په چوکاټ کې تر ټول مهم معنوي او فکري آثار دي ، چې له هغه بزرګواره نقل شوي دي .